دوطن د شهيد خواست
     اسدالله  زمری اسدالله زمری

 

 

     ای د زړه سره  زما،

      د غم ملګريه زما،

      ستا له خلوص نه لوګی

      ستا له آرزو نه  قربان  .

      زما مزار ته ګلان  څله راوړي ؟!

      زه له يخنۍ نه مړ يم ،

      د  دوو  ورونو  تر منځ ،

     د ملتونو  تر منځ ،

     د يوه وطن ،  د يوه  غره  د  دوو  خواو تر منځ ؛

         او د  انسان   د ا حساساتو ،

                  له يخنۍ نه مړ يم  .

      نو

        ماته  ګلان مه  راوړه

       زه د سکرو ټو او لمبو تږی يم ،

       زه د ګرمۍ او سوځيدو تږی يم؛

       ماته سکروټې راوړه ؛

         هله در ځار دې شمه

                               ۱۰.۵.۲۰۰۱

 

 

 

 


December 3rd, 2006


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان